د بريکس ۱۶مه سرمشريزه د اکټوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې نېټې پورې د روسیې په کازان کې جوړيږي. بريکس دا مهال د مذاکراتو پر يوه مهم چوکاټ بدل شوی او غړي هېوادونه یې کولی شي چې له ياد چوکاټ څخه په استفادې سره له نويو غوړيدونکو مارکېټونو او پرمختللو هېوادونو سره په تعامل کې ښکېل شي.
د بريکس د همکاريو ميکانيزم د نويو غوړيدونکو مارکېټونو د جمعي ودې له بهير څخه په پرمختللو هېوادونو کې رامنځته شو. تر نږدې دوو لسيزو انکشاف وروسته ياد ميکانيزم، څو پوړيز، څو سکټوري او د جامع همکاريو چوکاټ رامنځته کړ او د نړيوالې اقتصادي پراختيا پر مهم عنصر بدل شو.
بريکس په روان ۲۰۲۴م کال کې مصر، ايتوپيا، ايران، سعودي عربستان او متحدو عربي اماراتو ته د غړيتوب په ورکولو سره پراخ شو. د راپورونو له مخې تر اکټوبر مياشتې پورې تر ۳۰ ډيرو هېوادونو، چې لويه برخه یې د نړيوال سويل هېوادونه دي، په بريکس کې د غړيتوب غوښتنې کړې دي. له ګابون تر ماليزيا، له تايلنډ تر مصره او له اندونيزيا تر کيوبا پورې، ډېر هېوادونه د بريکس په انتظارخونه کې منتظر دي څو د راتلونکو سرمشريزو په يوې کې د دغه سازمان رسمي غړي شي.
دا مهال، د بريکس غړي هېوادونه د همکاريو له ياد چوکاټ څخه بشپړه استفاده کوي څو په مختلفو برخو کې د يوه او بل د ملي ګټو د خونديتابه ملاتړ وکړي او د مختلفو نړيوالو او سيمه ييزو مسايلو په تړاو همغږي لا پسې پراخه کړي. دوی د نړيوالې سولې او ټيکاو په خونديتابه کې هم د پام وړ ونډه لري او لا ډير انصاف او عدالت ته د نړيوال سيسټم په لوړولو کې برخه اخلي.
لکه څرنګه چې د چين د ولسي جمهوريت رييس شي جين پينګ په تېر اګسټ کې د سويلي افريقا په جوهانزبرګ کې د بريکس د ۱۵مې سرمشريزې پر مهال یادونه وکړه، بريکس د نړيوال لیدلوري د رامنځته کولو مهم ځواک دی. موږ خپل پراختيايي مسيرونه په خپلواک ډول ټاکو، په ګډه د پراختيا لپاره د حقونو دفاع او د عصريتوب پر لور مزل کوو.
دا مهال، د بريکس د غړو تر منځ همکارۍ مختلف سکټورونه تر پوښښ لاندې راولي. د بېلګې په ډول، په مالي برخه کې بريکس دوه عامه مالي بنسټونه لري. د مشروطې پانګې ترتيب او نوی پراختيايي بانک، د بريکس په غړو او نورو مخ پر ودې او نويو غوړيدونکو هېوادونو کې د زيربنايي پروژو او باثباتې پراختيا لپاره د سرچينو له تنظيمولو سره مرسته کوي.
اقتصادپوه جيم اونيل چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د بريک نوم رامنځته کړ (او په ۲۰۱۱ کې جنوبي افريقا ته د غړيتوب په ورکولو سره بريکس شو) وړاندوينه کړې چې دغه سازمان به تر ۲۰۵۰م کال پورې د نړۍ پر اقتصاد بشپړ تسلط ومومي. هغه يوه غير واقعي وړاندوينه نه ده. د بريکس ميکانيزم تر چتر لاندې عملي همکارۍ اقتصاد، مالي، ټکنالوژۍ، کرنې، کلتور، ښوونې، روغتياپالنې او فکري خونو ته ور غځېدلې دي. د بېلګې په توګه، د بريکس د غړو تر منځ د کرنيزې ټکنالوژۍ همکاريو چين ته د برازيل د کرنيزو توکو د صادراتو کچه لوړه کړې، په داسې حال کې چې ټکنالوژيکي همکاريو په برازيل کې مصنوعي ځيرکتيا او زرغونه وده هم تقويه کړې ده.
دا دقيقا هغه څه دي چې په نړيوال سويل کې د لويديځوالو په سلطه له نړيوال نظام څخه ستړي شوي ملتونه یې د ليدلو هيله لري. په دوی کې د ځينو لپاره بريکس د رڼا د وړانګې او د سوکاله او بانظمه نړۍ لپاره د هيلې بڼه لري. د بريکس د غړو لپاره دغه سازمان نه يوازې د څواړخيزو همکاريو د چوکاټ حيثيت لري، بلکې د خپلو پراختيايي موخو د ترلاسه کولو او په شته نړيوال نظم کې د خپل ځايګي د پخولو په برخه کې هم ورسره مرسته کوي.
د بريکس ۱۶مه سرمشریزه د ياد سازمان د غړو د شمېر تر دوه برابره کېدو وروسته لومړنۍ سرمشریزه ده. بريکس د ګډو هڅو له لارې د نړيوال ليدلوري په رامنځته کولو او د نړيوال ثبات په ټينګښت کې د حياتي قوي رول لوبوي. د بريکس د همکاريو ميکانيزم هم د نويو غوړيدونکو بازارونو او پرمختللو هېوادونو د يووالي د ټينګښت، د همکاريو د تقويې او ګډو ګټو د خونديتابه لپاره پر يوه کليدي چوکاټ بدل شوی دی.
د بريکس ۱۶مه سرمشريزه به نه يوازې د بريکس د غړو، بلکې د بريکس د دوستانو د کړۍ هېوادونو لپاره د دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا يو نوی فرصت وي. د بريکس نور غړي هېوادونه به هم له شک پرته له شته فرصته د همدې موخې لپاره استفاده وکړي. د برابرې نړيوالې پراختيا او امنيت لپاره د څو اړخيزتوب پياوړي کول، چې د سږنۍ سرمشريزې شعار هم دی، د بريکس له لوري رامنځته شوی بل فرصت دی.