د ترکيې ولسمشر رجيب تايب اردوغان د اکتوبر په ۲۲مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې غواړي، د برېکس هېوادونو سره همکارۍ زياتې کړي او باور يې ښودلی، چې د روسيې په کازان ښار کې د برېکس ۱۶مه سرمشريزه به له ترکيې سره په همکاريو کې مهم رول ولوبوي.
ټاکل شوې، رجيب تایب اردوغان به د برېکس په سږنۍ غونډې کې هم برخه واخلي.
د ترکيې واکمن عدالت او پرمختګ ګوند وياند د روان کال په سپتمبر کې ويلي وو، ولسمشر اردوغان څو څو ځلې هيله ښودلې، چې په برېکس کې ګډون وکړي او په خبره یې، په دغه سازمان کې د ترکيې د شاملېدو بهير هم روان دی.