د امريکا اې بي سي خپرندويه شرکت د اکتوبر په ۲۲مې نېټې د يو اسرائيلي چارواکي په قول خبر ورکړی، چې دغه هېواد د مصر په وړانديز د اوربند يوه لايحه تر غور لاندې نيولې ده.
سرچېنې ويلي، په دغې لايحې کې له حماس سره ۶ اسرائيلي یرغمل هم شامل دي، چې باید خوشې يې کړي او اسرائيل او حماس به د دوو اونيو لپاره اوربند وکړي.
د خبر له مخې، د اسرائيل پوځي کابېنې پر یادې لايحې بحث کړی، خو تراوسه يې منظوري نه ده ورکړې.
دا هم معلومه نه ده، چې حماس به د اوربند دغې لايحې ته غاړه کېږدي او که رد به یې کړي.