د چین دولت رئیس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۳مې نېټې د برېکس په ۱۶مه سرمشریزه کې د دغه سازمان د راتلونکي پرمختګ په اړه نظریې وړاندې کړې دي.
نوموړي ويلي، برېکس باید د سولې لپاره رول ولوبوي او د نړۍ د خوندیتوب لپاره باید کوښښونه وکړي او په خبره یې، بشري ټولنه نه پاشل کېدونکې او يو سوله ييز واحد دی، نړیواله ټولنه باید د بشر د سولې او ثبات په پار همکارۍ وکړي.
رئیس شي په خپلو خبرو کې د اوکراین کړکېچ او د غزې بحران ته هم اشارې کړي او ويلي یې دي، دواړو ځایونو کې شخړې مخ په سختېدو دي او پر نړيوالې ټولنې یې غږ کړی، چې په اوکراين او غزې کې د وضعیت د ارامولو او د اوربند د هڅولو په خاطر رغنده کوښښونه وکړي.