د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ٢٢مې نېټې د روسیې په کازان ښار کې له خپل روسي سیال ولاديمير پوتين سره لیدلي دي.
شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، د چين او روسيې اړيکو په تېرو ۷۵ کلونو کې د لويو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سم چلند لاره موندلې او دواړه هېوادونه دې د کمربند او لارې او د اروپا او اسيا د اقتصاد ټولنې پيوستون ژور کړي او د اقتصاد باکيفيته پرمختګ دې په خوځښت راوالي.
نوموړي ويلي، چين او روسيه دې هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ ژورې کړي، د ملګرو ملتونو او شانګهای همکارۍ سازمان په څېر څواړخيزو چوکاټونو کې دې تبادلې او همغږۍ زياتې کړي او د ملګرو ملتونو په مرکزيت نړیوال سيسټم، ثبات او عدالت دې وساتي.
پوتين ويلي، روسیه او چين په تېرو ۷۵ کلونو کې د نوې زمانې د ستراتيژيکې همغږۍ همکاران پاتې شوي، په بېلا بېلو برخو کې يې خپلمنځي همکاريو ته وده ورکړې او د کلتوري کال بېلا بېل فعاليتونه يې ډېر ښه ترسره شوي دي.
نوموړي ويلي، روسیه به له چين سره خپلمنځي همکارۍ نورې هم ژورې کړي او د دواړو هېوادونو د بيا سمسورتيا لپاره به هڅې وکړي.
پوتين زیاته کړې، راتلونکی کال به د دوهم نړيوال جنګ د پای ته رسېدو له ۸۰مې کليزې سره برابر وي او روسیه د همدغه کال په درشل کې غواړي، له چين سره لوړ پوړی تګ راتګ زیات کړي او په نړيوالو چارو کې ورسره ستراتيژيکې تبادلې او همکارۍ او نړيوال عدالت او ستراتيژيک ثبات خوندي وساتي.