حزب الله: د اسرائيل پر صدراعظم به بريدونه وکړو
CMG2024/10/23 14:43:33
شريکول:

د لبنان د حزب الله د مطبوعاتي دفتر مسئول د اکتوبر په ۲۲مې نېټې د پلازمېنې بيروت په جنوبي څېرمه سيمه کې يوې خبري ناستې کې د اسرائيلي صدراعظم نيتانياهو پر استوګنځي د بېپيلوټه الوتکې د بريد پړه پرغاړه اخيستې او ويلي یې دي، چې پر نيتانياهو به نور بريدونه هم وکړي.

نوموړي ويلي، حزب الله به د جګړې په ترڅ کې له اسرائيلي لوري سره هيڅ خبرې ونه کړي.

د لبنان عامې روغتيا وزارت په همدې ورځ یو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د تېر کال د اکتوبر له پيل راهيسې، د حزب الله او اسرائيل ترمنځ د شخړې له امله په لبنان کې ۲۵۳۰ کسان وژل شوي او نږدې ۱۲ زره نور ټپيان شوي دي.