شي جين پينګ: د سراسري جنوب هېوادونو ګډه سمسورتيا د سترو بدلونونو څرګنده نښه ده
CMG2024/10/24 19:24:34
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۲۴مې نېټې په سهار د روسيې په کازان ښار کې د برېکس+ د مشرانو ډيالوګ ته ( د سراسري جنوب د پياوړو ځواکونوراغونډېدل او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادي) په عنوان وينا کړې ده.

نوموړي په اوسنیو نړیوالو حالاتو کې د سراسري جنوب د هېوادونو پرمختګ د سترو بدلونونو څرګنده نښه بللې او ويلي یې دي، چې، د عصريتوب پر لور د دغو هېوادونو د ګډو ګامونو پورته کول نه يوازې د نړۍ يوه ستره تاريخي پېښه، بلکې د بشري تمدن په انکشافي بهیر کې یو بې ساری کار دی.

شي جین پینګ څرګنده کړې، د نړۍ سوله او پرمختګ له سختو ننګونو سره مخ دي او په خبره یې، د سراسري جنوب هېوادونو د سمسورتيا لاره به هواره نه وي او وړاندیز يې کړی، چې یاد هېوادونه دې خپله ډله ييزه ځيرکتيا او ځواک وښيي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په جوړولو کې دې مسئولیتونه پرغاړه واخلي.