مسکو: روسيه او ډيموکراتيکه کوريا د نړيوال قانون په رڼا کې پوځي همکارۍ لري
CGTN2024/10/24 10:36:30
شريکول:

د کوريا جمهوريت په شمول يو شمېر هېوادونو خبر ورکړی، چې ډيموکراتيکې کوريا روسيې ته ځواکونه لېږلي دي. 

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د اکتوبر په ۲۳مې نېټې رسنيو ته ياد خبر بې اساسه بللی او ويلي یې دي، چې د روسيې او ډيموکراتيکې کوريا ترمنځ‌ پوځي همکارۍ له نړیوال قانون او اصل سره سمون لري او کوريا جمهوريت ته به هيڅ زيان ونه رسوي.

نوموړې په څرګندو ټکو ويلي،‌ چې کوريا جمهوريت د لوېدیځې نړۍ د موخو تر سیوري لاندې راغلې او هيله يې ښودلې، چې دغه هېواد له اوکراين سره په بدو چارو کې لاس يو نه کړي.