د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د مصر ولسمشر عبد الفتاح السیسي د اکتوبر په ۲۳مې نېټې د روسيې په کازان ښار کې د برېکس د سرمشريزې په څنډه کې سره ليدلي دي.
شي جين پينګ په برېکس کې د مصر د رسمي غړيتوب او په سرمشريزې کې يې د لومړي ګډون په پار الفتاح السيسي ته مبارکي ويلې او ويلي یې دي، چې هېواد یې د ملي حاکميت، امنيت او د پرمختګ د ګټو په ساتلو کې له مصر څخه ټينګ ملاتړ کوي او د ګډ پرمختګ په برخه کې به یې صميمي دوست او نږدې همکار واوسي.
نوموړي له خپل مصري سیال سره په خبرو کې وړاندیز کړی، چې دواړه هېوادونه دې يو د بل ملاتړ ته دوام او کمربند او لارې ته باکيفيته پرمختګ ورکړي او خپلمنځي اړيکې دې د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په لور بوځي.
شي جين پينګ زياته کړې، چې هېواد به يې له مصر سره په همغږۍ د برېکس د غړيو هېوادونو ترمنځ همکاريو ته ثابت او دوامدار پرمختګ ورکړي او په نړۍ کې د پرمختيايي هېوادونو د اغېزو او اواز د پورته کولو او د ګډو ګټو د ساتلو لپاره به ورسره ګډ کار وکړي.
السيسي په خپلو خبرو کې چين د مصر او افريقايي هېوادونو تر ټولو صميمي دوست بللی او ويلي يې دي، چې هېواد يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او خپله پرمختيايي ستراتېژي به له (کمربند او لارې) نوښت سره ونښلوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلا بېلو برخو عملي همکارۍ به پياوړې کړي او دغه راز له چين سره به د پرمختيايي هېوادونو او سراسري جنوب د ګډو ګټو د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.