د ملګرو ملتونو راپور: غزې د جګړې له امله ۷۰ کاله شاتګ کړی
CMG2024/10/24 15:13:00
شريکول:

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام او د لوېديځې اسيا اقتصادي او ټولنيز کمېسيون د اکتوبر په ۲۲مې نېټې " پر فلسطيني دولت د غزې د جګړې ټولنيزې او اقتصادي اغېزې" په عنوان راپور خپور کړی دی.

راپور وايي، د غزې پرمختګ د جګړې له امله د ۶۹ کلونو پخوانۍ کچې ته ګرځېدلی دی.

په راپور کې وړاندوینه شوې، چې سږ کال به په فلسطین کې د بېوزلۍ کچه ۷۴.۳ سلنې ته لوړه شي او د بېوزلو خلکو شمېر به يې ۴.۱  ميلیونو ته ورسیږي.