شي جين پينګ: چين به د سراسري جنوب د فکري مرکزونو همکاريز اتحاد جوړ کړي
CGTN2024/10/24 17:23:13
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۲۴مې نېټې په سهار د روسيې په کازان ښار کې د بريکس+  په نوم د مشرانو په ډيالوګ کې ګډون او وينا کړې ده.

د نوموړي د وينا سرليک د سراسري جنوب د پياوړو ځواکونو راغونډېدل او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادي و.

شي جین پینګ ويلي، د برېکس غړي هېوادونه به بېلا بېل تمدنونه سمسور او همغږي کړي،  د تمدنونو د تبادلې او متقابلې زده کړې لپاره به هڅې وکړي، د نظريو تبادلې به زياتې کړي او يو له بل څخه به ملاتړ وکړي، چې د خپل وضعيت له مخې د عصري‌ کېدو لاره انتخاب کړي.

نوموړي زیاته کړې، چین به د سراسري جنوب د فکري مرکزونو همکاريز اتحاد جوړ کړي، چې په دې سره به د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ کلتوري تبادلې پياوړې شي او د بېلا بېلو هېوادونو حکومتي ادارې به يو له بل څخه زده کړې وکړي.