د اکتوبر په ۲۳مې نېټې د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د توساس (TUSAS) پوځي صنعتي شرکت پر يوې فابريکې ترهګریز برید شوی، چې له امله یې ۵ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.
د ترکيې د ملي دفاع وزير ياسر ګولير د دغه بريد پړه د کورد پر کارګرو ګوند ور اچولې ده او د نورو مالوماتو په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.
توساس شرکت د ترکيې مهم پوځي صنعتي شرکت دی، چې د دغه هېواد د ځواکونو ډېرې اړتياوې پوره کوي.
د ترکیې کورنيو چارو وزير علي يرليکايا په ټپيانو کې د دوو کسانو حالت نازک ښودلی دی.