شي جين پينګ د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره وليدل
CMG2024/10/24 10:43:07
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۲۳مې نېټې په ماسپښين د روسیې په کازان ښار کې د برېکس د سږنۍ سرمشريزې په څنډې کې د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره ليدلي دي.

شي جين پينګ له خپل ایراني سیال سره په خبرو کې ويلي، که د سیمې او نړۍ حالات هر څنګه بدلون مومي، چين به له ايران سره دوستانه همکاريو ته دوام ورکوي او د خپل ملي حاکميت، امنيت او ملي کرامت د ساتلو، د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ټينګېدو او له ګاونډيو هېوادونو سره د دوستانه اړيکو د ښه والي او ژورتيا ملاتړ يې کوي.

نوموړي ويلي، چين او ایران دې يو د بل ټينګ ملاتړ وکړي او په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې په شمول د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو او د دواړو هېوادونو د مشروع حقونو او ګټو ساتنه دې وکړي.

شي جين پينګ زیاته کړې، هېواد به یې له ايران سره په بېلا بېلو برخو کې نظر دتبادلې او خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړي، سوله ييز او ثابت پرمختګ به یې وهڅوي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.

مسعود پزشکيان چين د ايران تر ټولو مهم همکار بللی او ويلي يې دي، چې هېواد به یې له چين سره په ګډه د هراړخيزو همکاريو پلان پلی کړي، په بېلا بېلو برخو کې به ورسره ژورې همکارۍ وکړي او زياتې لاسته راوړنې به ولري.

نوموړي د ايران او چين اړيکې نه يوازې د ايران د پرمختګ، بلکې د سيمې د سولې او ثبات لپاره هم ګټورې بللې دي.