د برېکس د غړيو هېوادونو د خبري رسنيو ډيالوګ ترسره شو
CMG2024/10/24 10:54:35
شريکول:


چين ميډيا ګروپ او د روسيې ملي ټلويزيون او راډيو شرکت د اکتوبر په ۲۳مې نېټې د برېکس د سږنۍ سرمشریزې په درشل کې د نظر تبادلو، متقابلو زده کړو او ګډ راتلونکي په عنوان د خبري رسنيو ډيالوګ ترسره کړی دی.

د برېکس د غړو هېوادونو چارواکو او د خبري رسنیو مسئولينو په دغه ډيالوګ کې د برېکس د عصري کېدو او د هراړخيزو او عادلانه خبرونو په اړه ژورې تبادلې کړې دي.

د ډيالوګ ګډونوالو هيله ښودلې، چې د برېکس هېوادونو رسنۍ به په راتلونکې کې  ګډې نظريې راټولې او خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي، يو له بل څخه زده کړې وکړي، د عادلانه او ګډ پرمختګ لپاره راپورونه ورکړي او د ګډ برخليک د ابادۍ لپاره ځواک وښيي.

په دغه ډيالوګ کې د چين، روسيې، برازيل، جنوبي افريقا، مصر،عربي متحده امارات، ايران او بلاروس په شمول د ځينو هېوادونو د رسنيو مشرانو، حکومتي استازو او کارپوهانو ګډون کړی و.