د عراق د ګډو عملياتو د قوماندانۍ امنيتي او رسنيز مرکز د اکتوبر په ۲۴مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې د هېواد په لوېدیځ انبار ولايت کې پوځي عمليات ترسره کړي او نهه داعشي وسله وال يې وژلي دي.
اعلاميه وايي، د عراق د ترهګرۍ ضد ځواکونو د انبار ولايت په شمالي صحرا کې د پوځي عملياتو پرمهال په ډزو نهه وسله وال وژلي او ځينې وسلې، مهامت او لوژستيکي توکي يې هم ويجاړ کړي دي.