د ايران ایسنا خبري اژانس د اکتوبر په ۲۲مې نېټې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو د قوماندان شهرام ايراني په قول خبر ورکړی، چې سعودي عربستان په سور سمندرګي کې له ايران سره د ګډ پوځي تمرين د جوړولو وړانديز کړی دی.
ايران د دغه تمرين د وخت او نور اړوند معلومات نه دي ورکړي او سعودي عربستان هم تراوسه د دغه خبر په اړه څه نه دي ويلي.
د فرانسې اې اېف پي اژانس ويلي، که ایران او سعودي پوځي تمرين ترسره کړي، نو دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړی ګډ تمرين وي.
سعودي او ايران له کالونو راهيسې تاوجنې او ان په ټپه ولاړې اړيکې درلودې او تېر کال يې د چين په منځګړيتوب خپلمنځي ډيپلوماټيکې اړيکې اعاده کړې دي.