په پاريس کې د لبنان مسئلې په تړاو نړيواله غونډه ترسره شوه
CMG2024/10/25 15:18:44
شريکول:

له لبنانيانو او د دوی له ملي حاکميت څخه د ملاتړ نړيواله غونډه د اکتوبر په ۲۴مې نېټې د فرانسې په پلازمېنې پاريس کې ترسره شوه.

د غونډې ګډونوالو د جګړې پر ښکيلو خواوو غږ کړی، چې اوربند وکړي او په سياسي لارو چارو اوسنۍ کشالې حل کړي.

د فرانسې بهرنيو چارو وزارت ويلي، په دغې غونډې کې د اوياوو هېوادونو او سيمو استازو ګډون کړی و او ملګرو ملتونو ترې ټينګ ملاتړ کړی دی.

خبر وايي، د غونډې برخوالو هېوادونو د لبنان لپاره يو ميليارډ امريکايي ډالر راټول کړي، چې په دې جملې کې اته سوه ميليونه ډالره به په دغه هېواد کې د بشري مرستو او پاتې برخه به يې د لبنان د پوځ د ملاتړ لپاره وکارول شي.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون په همدې ورځ يادې غونډې ته په وينا کې په لبنان کې د اوربند غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې ښکېلې خواوې دې د لبنان او اسرائيل د لنډمهالې سرحدي کرښې په شاوخوا سيمو کې خونديتوب او ثبات اعاده کړي، څو د دواړو هېوادونو بې کوره شوي خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.