۲ بريدګرو د اکتوبر په ۲۳مې نېټې د ترکيې د هوانواردۍ صنعتي شرکت پر يوې پوځي فابريکې بريد وکړ، چې له امله یې ۵ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.
د ترکيې کورنيو چارو وزيرعلي يرليکايا د اکتوبر په ۲۴مې نېټې پر خواله رسنيو ويلي، چې دغه دواړه بريدګر د کرد کارګرو ګوند غړي وو او د نوموړې فابريکې له امنيت ساتونکو سره په ډزو کې وژل شوي دي.
تراوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پرغاړه نه ده اخيستې.
يرليکايا ويلي، په دغه بريد کې پر دوو بريدګرو سربیره ۵ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.
د کرد کارګرو ګوند (PKK) په ۱۹۷۹م کال کې جوړ شوی او د زور له لارې يې د ترکيې، عراق، ايران او سوريې په سرحدي کرد مېشتو سیمو کې د يوه خپلواک هېواد جوړونه خپله موخه ټاکلې ده.
د ترکيې حکومت بیا دغه ډله د ترهګريزې ډلو په نوم لړ کې شامله کړې ده.