اسرائيلي ځواکونه: د ايران پر پوځي موخو مو بريدونه پای ته رسولي
CMG2024/10/26 16:08:00
شريکول:

د اسرائيل دفاعي ځواکونو د اکتوبر په ۲۶مې نېټې ويلي، چې د ايران د زياتو سيمو پر پوځي موخو يې دقیق بريدونه کړي دي او د هوايي ځواکونو جنګي الوتکې بېرته اسرائیل ته ستنې شوې دي.

د ايران پوځي ادارې په همدې ورځ ويلي، چې ځواکونو يې په بريالۍ توګه د اسرائيل د بريدونو مخه نيولې او د اسرائيلي ځواکونو د عملياتو رامنځته شوي زيانونه يې محدود بللي.

د اسرائيلي ځواکونو وياند په يوه ويډيويي اعلاميه کې ويلي، ځواکونو يې دا څرګند پيغام لېږلی، چې هغه ټولې خواوې به سخته بيه ورکړي چې اسرائیل ته ګواښ او د سيمې د شخړې سختوالی غواړي.