د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لين جيان د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وويل، د ١٩٧١م کال د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د م م د ۲۶مې دورې عمومي اسامبلې په اکثريت سره ٢٧٥٨م نمبر پريکړه ليک تصويب کړ چې په م م کې يې د چين د ولسي جمهوريت د ټولو حقوقو د بېرته اعاده کولو او په ملګروملتونو کې د چین د یوازیني قانوني استازي په توګه د چين د ولسي جمهوريت د دولتي استازو په رسميت پېژندلو پرېکړه وکړه او په سمدستي توګه له ملګروملتونو او ټولو اړوندو سازمانونو څخه د تایوان چارواکي وشړل.
د یو چین پېژندنې له اصولو څخه د انکار کولو او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۲۷۵۸م نمبر پریکړه لیک د واک او اغیزې د تحریف کولو هر ډول هڅه د تاریخ له تمایل سره سمون نه خوري، له دویمې نړیوالېجګړې وروسته نړیوال نظم ته ننګونه ده او له ناکامۍسره به مخ شي.