بېجينګ: له پرمختيايي هېوادونو سره به همکارۍ ته دوام ورکړو
CMG2024/10/26 14:52:19
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وويل، چې چين به پر له پسې توګه له پرمختیايي هېوادونو سره د بريکس همکارۍ د لوړ کيفيت د پرمختيا لپاره ګډ کار وکړي او له پرمختيايي هېوادونو سره به د يووالي او همکارۍ نوی فصل پرانیزي. 

ویاند لين جيان وويل، چين تل د پرمختيايي هېوادونو یو غړی دی او له زياتو پرمختيايي هېوادونو سره يووالی او همکاري د چين د بهرنيو اړيکو ټینګ بنسټ دی. چين څه دپاسه ۱۶۰پرمختيايي هېوادونو ته د پرمختګ مرستې برابرې کړې، څه د پاسه۱۵۰ هېوادونو سره يې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ لپاره همکارۍ وکړې او له سلو څخه زیاتو هېوادونو او د ملګرو ملتونو په شمول نورو نړیوالو سازمانونو سره د نړیوال پرمختیایي وړاندیز پلی کړي چې د عملي اقداماتو په کارولو سره یې د پرمختيايي هېوادونو د پرمختګ لپاره خوځنده ځواک برابر کړی دی.