د ایران دولتي ټلویزیون د خبر له مخې، د دغه هېواد پلازمېنې تهران ته څېرمه د اکتوبر د ۲۶مې نېټې په سهار د څو سترو چاودنو غږونه واورېدل شول. د اسرائیلو پوځ د ۲۶مې نېټې په سهار وویل چې د ایرانپر پوځي اهدافو دقیق بریدونه کوي.
د ايران د فارس خبري اژانس د روانې میاشتې په۲۶مه نېټه خبر ورکړ چې اسرائیلو د ايران د پلازمېنې تهران په لوېديځ او جنوب لوېديځ کې پر څو پوځي اډو بريدونه کړي دي. خو په ورته وخت کې د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د تهران په لوېدیځ او جنوب لوېدیځ کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ پرپوځي اډې د توغندیو له بریدونو سره مخ نه وې.
د امریکا د ملي امنیت شورا یوه ویاند د روانې میاشتې په ۲۵مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د ایران پر پوځي تاسیساتو د اسرائیلو بریدونه «ځاني دفاع» ده او د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه د ایران له خوا پر اسرائیلو د بالستیک توغندیو د برید په غبرګون کې شوي دي.