ډيموکراتيکې کوریا پر امریکا نیوکه وکړه چې پوځي تمرین یې د کوریا ټاپووزمې وضعیت ترینګلی کړی دی
CMG2024/10/27 11:40:04
شريکول:

د کوریا ډیموکراتیک جمهوریت خبري اژانس د اکتوبر په ۲۶مه نېټه خبر ورکړ چې د ډيموکراتيکې کوریا د بهرنیو چارو تګلارو د دفتر مشر په همدې ورځ په خپلو خبرو کې پر امریکا نیوکه وکړه چې د ګډ پوځي تمرین په شمول یو لړ لمسوونکي عملونه یې د کوریا ټاپووزمې وضعیت د ترینګلی کېدو سبب ګرځېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، که په دې سیمه کې ترینګلې پېښه رامنځته شي، مسوولیت یې باید د امریکا لخوا پر غاړه واخیستل شي.