اسرائیلي ځواکونو د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د ایران پر پوځي موخو یو لړ بریدونه وکړل، د منځني ختیځ څو هېوادونو پر اسرائیل نیوکه کړې چې بریدونه یې د ایران پر حاکمیت تېری او له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په همدې ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیل برید غندلی او له ښکېلو خواوو څخه یې وغوښتل چې تر وسې پورې سړه سینه وساتي او د وضعیت د لا ترينګلتيا مخه دې ونیسي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت هم په همدې ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه هېواد د منځني ختیځ د وضعیت ترینګتیا نږدې څاري او د ټولو هغو عملونو غندنه کوي چې د سیمې ثبات ګواښي.
بله خوا، د امریکې او بریتانیې په شمول څو لوېدیځو هېوادونو د اسرائیل د ځاني دفاع حقونه منلي دي.