ایران: پر خپله خاوره شوي تېري ته په مناسب وخت کې د ځواب ورکولو حق لرو
CMG2024/10/27 10:18:24
شريکول:

 د ايران د وسله والو ځواکونو لوى درستيز د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د اسرائيلو له خوا پر دغه هېواد د بريد په اړه چې په همدې ورځ ترسره شو، يوه اعلاميه خپره کړه او ويې ويل چې ايران په مناسب وخت کې د ځواب ورکولو قانوني حق لري.

د ایران جمهوریت اسلامي خبري اژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د روانې میاشتې د ۲۶مې نېټې په ماښام د دغه هېواد د ستر رهبر د دفتر له رسمي ویبپاڼې سره په مرکه کې وویل، ایران د خپلو ګټو، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د ساتنې په برخو کې هېڅ حد نه دی ټاکلی. ایران له هغو بهرنیو ځواکونو سره د مقابلې توان لري کوم چې غواړي پر ایران برید وکړي.