د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د موزامبيک نوي ولسمشر دانيل فرانسيسکو چاپو ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چين او موزامبيک خپلمنځي دوستانه اړیکې ساتلې دي. په تېرو څو کلونو کې، دواړو هېوادونو سياسي باور ټينګ کړی، په بېلا بېلو برخو کې يې همکاریزې لاسته راوړنې زيات کړې او يو له بل څخه يې کلک ملاتړ کړی.
شي جين پينګ زياته کړه، د چين او موزامبيک تر منځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګورم، اوغواړم له ولسمشر چاپو سره د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې غونډې د توافقاتو د پلې کولو په پار خپلمنځي دوستۍ ټينګې کړي او خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي، څو د دواړو هېوادونو تر منځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاریزې اړیکې پرمختګ ومومي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.