د م م سرمنشي د منځني ختیځ پر ټولو خواوو غږ کړی چې ټول پوځي عملیات ودروي
CMG2024/10/27 10:16:41
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د منځني ختيځ پر ټولو خواوو غږ وکړ چې ټول پوځي عمليات ودروي او د هراړخیزې سيمه ييزې جګړې مخه ونيسي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو لخوا په ایراني اهدافو تر بریدونو وروسته، ګوتریش په منځني ختیځ کې د وضعیت په لاخرابېدو ژوره خواشیني ښودلې ده. هره هغه کړنه چې وضعیت لا پسې خرابوي د غندلو وړ دی او باید ودرول شي.