مصر په غزې کې د دوه ورځني اوربند وړاندیز کړی
CMG2024/10/28 10:17:04
شريکول:

د مصر ولسمشر الفتاح السيسي د اکتوبر په ۲۷مې نېټې د غزې د شخړې ښکېلو لوريو ته د بشري مرستو د رسولو په پار د دوه ورځني اوربند وړانديز کړی دی.

نوموړي د شخړې له ښکېلو لوريو غوښتي، چې په غزې کې دوه ورځنی اوربند وکړي او د بندیانو د خوشي کولو لپاره دې لاره برابره کړي.

السیسي په همدې ورځ په قاهره کې د الجزایر له ولسمشر عبدالمجید تیبوني سره په یوې خبري ناستې کې یادې څرګندونې کړي او ویلي يې دي، چې په راتلونکو لسو ورځو کې به له منځګړو هېوادونو سره په غزه کې د هراړخیز اوربند د عملي کېدو لپاره مشورې وکړي، څو سیمې ته د بشري مرستو لېږد یقيني او ډاډه شي.