چين د لوړ کيفيت لوی بريکس همکاريو ته ژمنتيا ښيي
CGTN2024/10/28 15:34:03
شريکول:

د چين د ولسي جمهوريت رييس شي جين پينګ د تېرې پنجشنبې په ورځ د بريکس پلس د مشرانو په ډيالوګ کې وويل چې د نړيوال سويل جمعي پرمختګ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د لوی بدلون ځانګړې نښه ده.

بريکس، سږ کال تر لويېدو وروسته اوس مهال د نړۍ د ټولو وګړو د نږدې نيمايي برخې او د نړۍ د ټول ناخالص کورني توليد د ۳۰ سلنې استازيتوب کوي چې دا په خپل وار سره د نړيوال سويل د پراخېدونکي اقتصاد او سياسي اغېز څرګندونه کوي.

د نړيوالې مالي بې ثباتۍ، جيوپوليټيکي کشمکشونو او د تمدنونو د ټکر په لړ کې، د لوی بريکس همکارۍ د نړيوالو ننګونو د هواري په برخه کې حياتي رول لوبوي.

چين نه يوازې د بريکس د همکاريو مدعي دی، بلکې په نړيوال سويل کې د عامه امنيت، عامه سوکالۍ او نظم د ټينګښت د هڅو مهم ونډه وال هم دی.

چين د بريکس پلس د همکاريو ماډل نوښتګر، د بريکس د نوي پراختيايي بانک د رامنځته کېدو هڅوونکی او د وړانديزونو د يوې داسې ټولګې وړاندې کوونکی دی چې د لوی بريکس همکاريو ته نوې روحيه تزريق کوي.

د چين له لوري وړانديز شوي د نړيوال امنيت ابتکار، د نړيوالې پراختيا ابتکار، او د نړيوال مدنيت ابتکار د نړيوال سويل له لوري له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي.

شي د بريکس پلس د مشرانو په ډيالوګ کې وويل چې موږ بايد په ګډه سره د سولې لپاره پايداره ځواک رامنځته کړو.

هغه د ډيالوګ ګډونوالو ته ور ياده کړه چې د فلسطين مختلفو ډلو په تېره جولای مياشت کې د چين په منځګړيتوب په بيجينګ کې سره وکتل، چې په خبره یې دا په منځني ختيځ کې د سولې د ټينګښت پر لور مهم ګام دی.

انکشاف د لوی بريکس په همکاريو کې بل کليدي ټکی دی. شي وويل، نړيوال سويل د پرمختګ لپاره غوړيږي او د پرمختګ له لارې هوساينې ته رسيږي. بريکس د هغو مخ پر ودې هېوادونو لپاره پر يوه غوره بديل بدلېدونکی دی چې د متحدو ايالتونو تر تسلط لاندې اقتصادي نظم کې یې د پرمختګ حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

د نړيوالې پراختيا ابتکار چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۱ کال کې د شي له لوري وړاندې شو، تر دې مهاله نږدې ۲۰ ميليارده ډالره پراختيايي بسپنه چمتو کړې او تر ۱۱۰۰ ډيرې پروژې یې پلې کړې دي. د چين – بريکس د مصنوعي ځيرکتيا د انکشاف او همکاريو مرکز، د ځيرکو ګمرکونو د ټولنې نړيوال پورټال او د ګمرکونو د پرمختګ مرکز د پراختيا د شريکو فرصتونو او په نړيوال سويل کې د سرچينو د چمتو کولو ښې بېلګې دي.

د کمبوډیا په فنوم پېن کې د بيلټي نړيوال پوهنتون مشر پروفيسور جوزيف متېوز ويلي، بريکس د څو قطبي توب او ازاد سوداګريز سيستم دفاع کوي. دغه راز د نړيوالې حکومتولۍ په سيسټم کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي څو د نويو غوړېدونکو مارکېټونو او مخ پر ودې هېوادونو غږ واورېدل شي.

چين دغه راز د ټولو مدنيتونو ودې او پراختيا ته ژمن دی. شي وويل: موږ بايد ارتباطاتو او مذاکراتو ته وده ورکړو، د يو بل ملاتړ وکړو څو ټول د پرمختګ داسې مسیرونه غوره کړي چې له خپل کورني وضعيت سره یې سمون ولري.

د نړيوال مدنيت ابتکار د ټولو تمدنونو تر منځ د نظم د ټينګښت تضمين کوي. د دغه ابتکار په چوکاټ کې د بريکس د غړو هېوادونو تر منځ د ولسي تبادلاتو زمينه هم برابريږي. د بېلګې په ډول، د بريکس د غړو هېوادونو د ځوانو شاعرانو لومړنی ځانګړی نړيوال فسټيوال په تېره جولای مياشت کې د ختيځ چين په هانګژو کې جوړ شو چې ۷۲ شاعرانو پکې ګډون کړی و.

شي د بريکس پلس د مشرانو په ډيالوګ کې اعلان وکړ چې چين به له نورو سره په همغږۍ د نړيوال سويل د فکري خونو د اتحاد د رامنځته کولو هڅه هم وکړي څو له دې لارې ولسي تبادلې لا پراخې او دولتونو ته یې له تجربو د استفادې زمينه برابره شي.

د شي وينا د بريکس له نورو غړو سره د ګډ کار لپاره د چين لېوالتيا ښيي څو د لوی بريکس د همکاريو په چوکاټ کې د لوړ کيفيت پراختيا نوي افقونه پرانيستل شي. د نړيوال امنيت ابتکار، د نړيوال انکشاف ابتکار او نړيوال تمدني ابتکار په ګډه سره د ټولو لپاره د ګډ برخليک په رامنځته کولو کې نړيوال سويل ځواک ډير کړی او دا هر څه بيا په خپل وار سره د بريکس حياتي اهميت څرګندوي.