د ګرجستان ولسمشرې د پارلماني ټاکنو پایلې رد کړې
CGTN2024/10/28 15:08:53
شريکول:

د ګرجستان ولسمشرې سالومي زورابيشويلي د اکتوبر په ۲۷مې نېټې د دغه هېواد د پارلماني ټاکنو پایلې رد کړې دي.

د ګرجستان د نړیوالو خبرونو وېبپاڼې د اکتوبر په ۲۷مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشرې د مخالفو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره په ګډه مطبوعاتي غونډه کې د پارلماني ټاکنو پايلې رد کړې دي.

د ګرجستان د نوي پارلمان ټاکنې د اکتوبر په ۲۶مې نېټې ترسره شوې، چې د دغه هېواد د ټاکنو مرکزي کمېسيون د همدې ورځې په شپه د رايګيرۍ ابتدايي نتيجه اعلان کړه،‌ چې له مخې يې د ګرجستان واکمن ډريم- ډيموکراتيک ګوند د پارلمان له نيمايي زياتې څوکۍ ترلاسه کړې وې.

د ګرجستان د پارلماني ټاکنو  له پايلو اعلان سره هممهاله د دغه هېواد نورو ګوندونو اعترضونه وکړل او يادې پايلې يې رد کړې.