نیتانیاهو: په ایران کې یې د بریدونو موخه بشپړه کړې
CMG2024/10/28 10:14:11
شريکول:

اسرائیلي ځواکونو د اکتوبر په ۲۶مې نېټې د ایران پر یو لړ پوځي موخو بریدونه کړي او د دواړو هېوادونو مشرانو پرې بېلا بېل غبرګونونه ښودلي دي.

اسرائیل ټایمز د صدراعظم نیتانیاهو په قول ويلي، چې د دغه هېواد ځواکونو په ايران کې خپلې موخې ترلاسه کړي او پر دقیقو ځايونو یې بريدونه کړي دي.

نوموړي ویلي، اسرائیلي ځواکونو د ایران هوايي دفاعي ځواک او د توغنديو تولیدي توان ډېر زیانمن کړی او په ورته وخت کې يې د امریکې له همکارۍ او ملاتړ څخه هم مننه کړې ده.

بله خوا، د ایران خبري اژانس د اکتوبر په ۲۷مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد مذهبي مشر خامنه اي په همدې ورځ د مړه شویو ایراني عسکرو له کورنیو غړو سره ليدلي او د اسرائیل د بریدونو نتیجه يې مبالغه بللې ده او په ورته وخت کې يې د اسرائيل د دغې کړنې پایله له پامه غورځول هم ناسم بللي او زیاته کړې يې ده، چې اسرائيل تر اوسه د ایران د حکومت او خلکو اراده او توان سم نه دي درک کړي.