نيويارک ټايمز او سيېنا کالج په امريکې کې يوه ګډه سروې ترسره کړې، چې له مخې يې ۷۶ سلنه ګډونوال پر دې اند دي، اوسمهال امريکايي ډيموکراسي له بل هر وخت سخت ګواښ سره مخ ده.
د سروې ۲۱ سلنه ګډونوالو د امريکا مخکېنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یاد ګواښ لوی لامل بللی او ۱۴ سلنه ګډونوالو یې بيا په دغه هېواد کې اداري ککړتيا د ياد ګواښ لوی لامل یاد کړی دی.
نيويارک ټايمز او سیېنا کالج دغه سروې د اکتوبر له ۲۰مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې ترسره کړې، چې ټولټال ۲۵۱۶ کسانو پکې برخه اخيستې ده.