چين به فضا ته د شن جو ۱۹م نمبر انسان وړونکې بېړۍ واستوي
CGTN2024/10/29 11:56:45
شريکول:

د چين د انسان وړونکو فضايي چارو عمومي ادارې پرېکړه کړې، د اکتوبر د ۳۰مې نېټې د سهار په ۴ بجو او ۲۷ دقيقو  به فضا ته د شن جو ۱۹م نمبر انسان وړونکې بېړۍ واستوي.

د شن جو ۱۸م نمبر فضايي بېړۍ ستورمزلې به  د شن جو ۱۹م نمبر فضايي بېړۍ له ستورمزلو سره په فضايي مدار کې دندې بدلې کړي او  د ټاکلي پلان له مخې به د نومبر په ۴مې نېټې دونګ فنګ ميدان ته راستانه شي.

د چين د انسان وړونکو فضايي چارو عمومي ادارې ويلي، د نومبر په دوهمې لسيزې کې به فضا ته د تيان جو ۸م نمبر باروړونکې بېړۍ وليږدوي.

د پلان له مخې،‌ د چين د انسان وړونکې فضايي پروژه به په ۲۰۲۵م کال کې درې توغوندونکې دندې (شن جو ۲۰م نمبر، شن جو ۲۱م نمبر او تيان جو ۹م نمبر) ترسره کړي.