د امريکا والسټريټ ورځپاڼې په دې وروستيو کې په چين پسې د جاسوسۍ بې ساري عمليات تړلي او ويلي يې دي، چې دغه هېواد غواړي خپل دښمن هېوادونه له منځه يوسي او خپل اقتصاد ته وده ورکړي.
خبر وايي، د لوېديځو هېوادونو استخباراتي ارګانونه د چين د دغو عملياتو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
د امريکا استخباراتي ارګانونه د چين د پټو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دولتي او حکومتي کارکوونکو ته دوکې ورکوي.
د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د اکتوبر په ۲۸مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې هېواد به یې د خپل ملي حاکميت، خونديتوب او پرمختیايي ګټو د ساتلو لپاره د هېواد ضد ځواکونو نفوذ پرېنږدي او پر وړاندې به یې کلکه مبارزه وکړي.