د عراق د حکومت وياند باسیم العوادي د اکتوبر په ۲۸مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هېواد يې د ملګرو ملتونو سرمنشي او امنيت شورا ته په رسمي شکايت کې د اسرائيل غندنه کړې، چې پر ايران د بريد پرمهال يې د عراق قلمرو څخه استفاده کړې او د دغه هېواد پر ملي حاکميت یې تېری کړی دی.
اعلاميه وايي، د عراق حکومت د خپل ملي حاکميت، خپلواکۍ او د خاورو بشپړتيا پر ساتنې ټينګار لري او له داسې چارې سره ټينګ مخالفت کوي، چې کوم بل هېواد د عراق له خاورې او هوايي قلمرو څخه په استفادې پر نورو هېوادونو بريدونه کوي.
په اعلاميې کې ويل شوي، عراق د سيمه ييز ثبات لپاره کوششونه کوي او د شخړو ښکيلو خواوو ته د خبرو اترو او د تفاهم له لارې د ستونزو د هواري وړانديزونه کوي.