د هوا پېژندنې نړيوالې ادارې د اکتوبر په ۲۸مې نېټې يو راپور خپور کړی، چې له مخې يې په تېر ۲۰۲۳ م کال کې د شنو خونو ګازو غلظت نوی ريکاډ جوړ کړی او نړۍ به په راتلونکو کلونو کې د تودوخې له لوړوالي سره مخ شي.
راپور وايي، په تېرو شلو کلونو کې د کاربن دوه اکسايډ غلظت په سلو کې يوولس اعشاريه څلور لوړ شوی دی.
د مالوماتو له مخې، تېر کال په ځنګلونو کې د اور لګېدو له امله د کاربن دوه اکسايډ د خپرېدو اندازه زياته وه او د نباتاتو له خوا د کاربن د جزبولو ظرفيت کم و او د انساني او صنعتي عملياتو له کبله د کاربن دوه اکسايډ د خپرېدو اندازه په لوړې سويې ساتل شوې وه، نو ځکه د شنو خونو ګازو غلظت ورسره لوړ شوی دی.