متحد ايالتونه بايد تر خوږو خبرو ور اخوا د خپل سوله ييز نيت د اثبات لپاره نور هم ډير څه وکړي
CGTN2024/10/29 17:31:08
شريکول:

د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت د اکټوبر پر ۲۵مه نېټه د ټايوان پر سيمې د دوو ميلياردو ډالرو په ارزښت د وسلو د يوې بستې د پلورلو اعلان وکړ چې د لومړي ځل لپاره پکې له ځمکې هوا ته توغېدونکي مزايل او رادار سیسټمونه هم شامل شوي دي. چين وار له مخې په دې تړاو پياوړې بيانيه خپره کړې او پر متحدو ايالتونو یې په دې تړاو اعتراض کړی دی. پر دې سربېره، د چين د بهرنيو چارو وزير ويلي چې هېواد به يې پر ځوابي اقداماتو لاس پورې کړي او هر هغه څه به وکړي چې د چين د ملي حاکميت، امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا د خونديتابه لپاره اړين وي.

پر ټايوان د متحدو ایالتونو له لوري د وسلو د پلور اعلان په داسې حال کې دی چې تازه د تايوان سيمې نوي مشر لای چينګ ته په څرګنده د يادې سيمې لپاره د نړيوال حيثيت د خپلولو هڅې پيل کړې دي. که څه هم هغه په څرګنده د ټايوان سيمې د خپلواکۍ په تړاو له خبرو ډډه کړې، ځکه دی پوهيږي چې داسې يو اقدام به پر نظامي ټکر بدل شي؛ خو په پرله پسې ډول یې د داسې سياستونو جوړولو او پلي کولو ته کار ويلی چې عملاً د چين له اصلي خاورې سره د ټايوان سيمې تړاو پيکه کوي.

لکه د ټايوان د چارو د دفتر وياند ژو فينګليان چې د اکټوبر په ۲۷مه نېټه پر ټايوان سيمې د متحدو ايالتونو د وسلو د پلور په غبرګون کې وويل، د لای په رهبرۍ د ټايوان د ډيموکراټ مترقي ګوند هڅه کوي چې په متحدو ايالتونو په تکيې سره ټايوان خپلواک کړي او د خپلواکۍ دا غوښتنه هم د نظامي ابزارو پر مټ کوي چې په پايله کې یې د ټايوان په تنګي کې شخړې په دوامداره توګه تشديد کيږي.

د ډيموکراټ مترقي ګوند چارواکي دغه راز په واشنګټن کې د چين ضد عناصرو ملاتړ هم ترلاسه کوي، په دې توګه له ټايوان سيمې څخه د چين د کمزوري کولو په لوبه کې د مهرې په توګه استفاده کيږي. په تېرو څو لسيزو کې د يوه لوی اقتصادي او سياسي قوت په توګه د چين له را څرګندیدو را پدېخوا د چين ضد مهرې په توګه د ټايوان سيمې اهميت لا پسې ډير شوی او متحد ايالتونه چين د خپل اصلي رقيب په توګه پېژني.

په داسې حال کې چې د بايډن د حکومت سياست ظاهراً هماغه سياست دی چې په ۱۹۷۱م کال کې د چين له ولسي جمهوريت سره د متحدو ايالتونو د نږدې کېدو بنسټ و، يعنې دا چې متحد ايالتونه ټايوان سيمه د چين يوه برخه ګڼي او خپلواکي يې په رسميت نه پېژني، خو د هغه د حکومت له لوري پر ټايوان سيمې د دوو ميلياردو ډالرو په ارزښت د وسلو د پلورلو معامله د ۱۹۷۱م کال د اصولو پر خلاف عمل دی.

پر دې سربېره، د متحدو ايالتونو وروستي اقدامات (په اسيا – پاسفيک سيمه کې اتحاد ته ورته ډلې رامنځته کول)، د متحدو ايالتونو، استراليا او انګلستان تر منځ د نويو دفاعي تړونونو لاسليکول او په جاپان کې د متحدو ايالتونو له لوري د نظامي حضور پراخېدل د دې څرګنده نښه ده چې د بايډن اداره د چين په شاوخوا کې د شخړو دهليز رامنځته کوي چې له شک پرته به ټايوان ته هم پکې رول ورکړل شي. دا کومه غير متوقع پېښه نه وه چې پر ټايوان د وسلو د پلورلو له اعلان سره سم د سپينې ماڼۍ د يوه بيان له مخې متحدو ايالتونو د ټايوان په تنګي کې د سولې او ثبات د ساتنې د اړتيا په تړاو له  جاپان او کوريا سره ناسته وکړه.

د درې ګونو اعلاميو پر بنسټ، چين څرګنده کړې چې په سوله ييزو لارو چارو د خپل يووالي ساتلو ته ترجيح ورکوي خو که ټايوان د خپلواکۍ د اعلانولو هڅه وکړي نو بيجينګ پر نظامي غبرګون لاس پورې کول نه ردوي. د اکټوبر په لومړيو کې چين د ټايوان ټاپو په شاوخوا کې نظامي مانورونه وکړل څو د ډيموکراټيک مترقي ګوند چارواکو ته د هغوی د اقداماتو د ناوړه پايلو په تړاو خبرداری ورکړل شي. که څه هم متحد ایالتونه ياد مانورونه د ټايوان له ټاپو سره د نظامي مرستو د ډيرولو د پلمې په توګه کاروي. په اسيا کې د امريکا د نظامي مورچې په توګه د ټايوان سيمې واقع کېدل به له شک پرته د ټکرونو سبب شي.

د متحدو ايالتونو د هند – پاسفيک ستراتېژۍ په چوکاټ کې، چې بايد د ارام سمندر په څنډو کې د چين چارچاپېر د مهار ديوال رامنځته شي، پر ټايوان سيمې د وسلو پلورل د متحدو ايالتونو له لوري په ډيزاين شوې يوې داسې پاليسۍ کې د يادې سيمې ښکېلول دي چې پايله به یې له شک پرته له چين سره د کشمکش پراخول وي. د بايډن اداره بايد تر خوږو خبرو او تکراري منترونو ور اخوا ډير نور داسې څه وکړي څو چين قانع شي چې سيمې ته د متحدو ايالتونو نيت په رښتيا هم سوله ييز دی.