د امريکا پوليسو د اکتوبر په ۲۸مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد د اوريګون ايالت په پورټلانډ ښار کې د ولسمشريزو ټاکنو د رايې ورکونې يوه بکس او د واشنګټن ايالت په وانکوير ښار کې يوه بل بکس ته اور اچول شوی دی.
د وانکوير ښار د ټاکنو مسئول رسنيو ته ويلي، چې په دغه ښار کې د رايې ورکونې يوه بکس ته اور اچول شوی او سلګونه رای پاڼې پکې سوځيدلې دي.
د وانګوير ښار پوليسو ويلي، د سوځول شوي بکس تر څنګ یې ځيني شکمن توکي هم پيدا کړي او فدرالي څېړنيزې ادارې يې د پېښې په پلټنې پېل کړي دي.