د اسرائيل صدراعظم بنيامين نيتانياهو د اکتوبر په ۲۸مې نېټې په بيت المقدس کې پارلمان ته په وينا کې ويلي، چې هېواد يې غواړي له عربي هېوادونو سره اړيکې عادي کړي او د سولې بهير په خوځښت راولي.
نوموړي ويلي، هېواد يې غواړي سوله په سوله تبادله او د خپل ځواک په مټ يې پياوړې کړي او په خبره یې، له امريکا سره به نظر تبادلې وساتي، خو خپلو ګټو ته په کتو به پرېکړې کوي.
نيتانياهو ويلي، د اسرائيل ستراتيژي دا ده، چې اټومي وسلو ته د ايران لاسرسی بند کړي.