ګوټرېش: د اسرائيل مصوبه د منلو وړ نه ده
CMG2024/10/29 15:49:01
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د اکتوبر په ۲۸مې نېټې په يوې اعلاميې کې په نژدې ختيځ کې د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کارونو د ادارې په اړه د اسرائيل د پارلمان د دوو مصوبو پر تصويب ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي په ټينګار ويلي، د ملګرو ملتونو مرستې لازمي دي او د اسرائيل مصوبه د منلو وړ نه ده.

ګوټرېش ويلي، په نژدې ختيځ کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او چارو ادارې د فلسطين په اشغال شوې خاورې کې د بنسټيزو مرستو د برابرولو عمده څانګې دي او که په دغې سیمې کې د اسرائيل لایحې تطبيق شي، نو فلسطيني کډوالو ته به سختې ستونزې جوړې کړي.