د امريکا د دفاع وزارت د اکټوبر په ۲۶مه نېټه اعلان وکړ چې د بهرنيو چارو وزارت پر ټايوان د ۱.۹۸۸ ميلياردو ډالرو په ارزښت د وسلو د پلورلو معامله تاييد کړې ده. پر ټايوان د متحدو ايالتونو له لوري د وسلو پلورل د چين په کورنيو چارو کې جدي لاسوهنه، د چين د حاکميت تر پښو لاندې کول او د ټايوان په تنګي کې سولې او ټيکاو ته جدي ګواښ دی.
د متحدو ايالتونو د دفاعي او امنيتي همکاريو ادارې ويلي، چې پر ټايوان د وسلو تر پلورلو وروسته به د دغه هېواد د هوايي دفاع وړتياوې لوړې شي. د امريکا له لوري ټايوان ته په ورکول کېدونکو وسلو کې له ځمکې هوا ته د توغېدونکو مزايلو درې سيسټمونه او اړوند ملحقات یې او دغه راز AN/TPS-77 او AN/TPS-78 رادار سيسټمونه او اړوند تجهيزات شامل دي. دا پر ټايوان د وسلو د پلور ۱۷مه معامله ده چې د بايډن د حکومت پر مهال د متحدو ايالتونو له لوري له دغه هېواد سره کېږي. د متحدو ايالتونو – ټايوان د سوداګريزې شورا د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱م کال له اګسټ مياشتې راهيسې، چې بايډن پر ټايوان د وسلو د پلور لومړنۍ معامله تاييد کړه، بيا تر دې مهاله د دواړو هېوادونو تر منځ د ۷.۷ ميلياردو ډالرو په ارزښت د وسلو د پېر او پلور معاملې شوې دي.
پر ټايوان د وسلو د پلور وروستۍ معامله داسې مهال کېږي چې د تايوان په تنګي کې د امنيت د ټينګښت پر ځای د امريکا پر کورنيو سياستونو ډېر اغېز لرلی شي. بايډن ښايي له دې لارې په نړيوالو چارو کې د ډيموکراټ ګوند د دريځ د پخولو په لټه کې وي چې په پايله کې یې د کمالا هريس ټاکنيز کمپاين ته نېغه ګټه رسيږي. په غزه کې د اسرائيلو له نظامي عملياتو د بايډن د ادارې ملاتړ او په اوکراين کې د روسيې د نظامي عملياتو په مخنيوي کې د بايډڼ د ادارې ناکامۍ د هريس پر ټاکنيز کمپاين خورا ناوړه اغېز کړی دی. پر ټايوان د وسلو د پلور معامله د بايډن د حکومت بله سياسي تېروتنه ده چې نه يوازې دا چې د ډيموکراټيک ګوند د دريځ په پخولو کې به مرسته ونه کړي، بلکې د بايډن د حکومت د بهرني سياست ناکامي به لا پسې بربنډه کړي.
په هر صورت، د وسلو د پلور وروستۍ معامله ښايي ژر بشپړه نه شي. ځکه په اوکراين کې د ورته راکټي سيسټم د نصبولو له کبله نورو هېوادونو ته د يادو سيسټمونو اکمالات درول شوي دي. د ياد راکټي سيسټم پر توليدي کرښو د لوړ فشار له کبله، ټايوان ته د دغه سيسټم لېږدول کېدل ښايي ډير وخت ته اړتيا ولري.
لکه څرنګه چې د دولتي شورا د ټايوان د چارو د دفتر وياند هم وويل، د لای چينګ ته په مشرۍ ټايواني چارواکي وسلې اخيستلی شي، خو امنيت نه شي اخيستلی. متحد ايالتونه ټايوان د لوبې د ډګر او د لوبې د مهرې په توګه کاروي. مهمه نه ده چې د ټايوان سيمې چارواکي له متحدو ايالتونو څومره وسلې اخلي، دوی په حقيقت کې د خونديتابه پيسې ورکوي چې بېرته نه شي اخيستل کېدای او دا هر څه د ټايوان په تنګي کې سوله له خطر سره مخ کوي.
ډيموکراټیک مترقي ګوند پر بهرنيو قوتونو په تکيې سره د ټايوان سيمې د خپلواکۍ په لټه کې دي، دا چاره له دې پرته چې په تنګي کې کشمکشونه پراخ کړي، بله پایله نه لري. د ډيموکراټیک مترقي ګوند له چارواکو او د هغوی له بهرنيو ملاتړو تمه کيږي څو پر دې پوه شي، څومره چې دوی د وسلو پر پېرلو پیسې لګوي، هغومره به د ټايوان سيمې خلک د ناامنۍ احساس کوي، ځکه چې دا وړ اقدامات بالاخره د جګړې د پېښېدو سبب کيږي. بېلتون غوښتونکي بايد پوه شي چې د ډيموکراټيک مترقي ګوند د چارواکو خبرو او کړنو ته له پام پرته، حقیقت دا دی چې د ټايوان تنګي دواړو غاړو ته پرتې سيمې د واحد چين اړوند دي او دا تاريخي بهير چې د تنګي دواړې غاړې به سره يو ځای شي او باید سره يو ځای شي، بدلېدونکی نه دی.
د متحدو ايالتونو حکومت دغه راز بايد پر دې پوه شي چې پر ټايوان د وسلو د پلور اقدام یې د هغې ژمنې خلاف عمل دی چې د ټايوان له خپلواکۍ د ملاتړ نه کولو په برخه کې یې کړې ده. په دې برخه کې د متحدو ايالتونو وروستي اقدامات سياسي مسخرې دي چې پايله یې ناکامي ده. که متحد ايالتونه په رښتيا هم د ټايوان په تنګي کې د سولې او ټيکاو ليدل غواړي نو بايد د واحد چين د اصل ملاتړ وکړي، د چين – متحدو ايالتونو ګډې درې ګونې اعلاميې پلې کړي، ټايوان ته د وسلو ورکول بند کړي، په څرګنده د ټايوان د خپلواکۍ مخالفت وکړي او د چين د بياځلي سوله ييز وحدت ملاتړ وکړي.