شي جين پينګ د فنلنډ له ولسمشر الکسندر ستوب سره ولیدل
CMG2024/10/30 10:25:40
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جین پينګ د اکتوبر په ۲۹مې نېټې د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې د فنلنډ له ولسمشر الکسندر ستوب سره لیدلي او پر خپلمنځي اړيکو یې غږیدلي دي.

شي جین پينګ د چین او فنلنډ د اړیکو لوړه ارزونه کړې او ويلي يې دي، چې چين به له فنلنډ سره ستراتیژیکې همکارۍ پياوړې او خپلمنځي نوې همکاریزې اړیکې به ورسره نورې هم ټینګې کړي.

الکسندر ستوب ویلي، فنلنډ د یو چین پېژندنې پر اصل ټینګار لري او له چین سره به مشورې او همکارۍ پياوړې کړي او د نړۍ د سولې او ثبات لپاره به خدمتونه وکړي.

ولسمشر ستوب د اروپا او چین اقتصادي اړیکې نږدې او تړلې یاد کړي او د دغو اړيکو پرېکون او یا نوې سړه جګړه يې د کومې خوا په ګټه نه ده بللې.

نوموړي ويلي، فنلنډ به د اروپا او چین د اړیکو د عادي پرمختګ لپاره رغنده رول ولوبوي.

دواړو خواوو د چین او فنلنډ د راتلونکو نوي ډول همکاریزو اړیکو د پرمخبیولو پلان(2025-2029)هم خپور کړی دی.