د لبنان حزب الله د اکتوبر په ۲۹مې نېټې د المنارات ټلويزيون له لارې یوه اعلاميه خپره کړې، چې له مخې يې نعيم قاسم د حزب الله په خپلمنځي ټاکنو کې ددغه سازمان د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
نعيم قاسم د حزب الله په جوړېدو کې فعاله برخه درلوده او د دغه سازمان د عمومي منشي د مرستیالۍ اوږدمهاله دنده يې ترسره کړې ده.
نوموړی د حزب الله د پخواني مشر حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته د حزب الله سرپرست مشر و.