د شن جو-۱۹مه فضايي بېړۍ په بریالیتوب وتوغوله
CMG2024/10/30 10:12:47
شريکول:

چین د شن جو نولسم نمبر انسان وړونکې بېړۍ د اکتوبر په ۳۰مې نېټې د سهار په ۴ بجو او ۲۷ دقیقو د CZـ۲م اېف راکټ په وسیله د ګانسو ولایت د جیو چوان توغونکي مرکز څخه فضا ته وتوغوله.

دغه بېړۍ له ځمکې څخه تر پورته کېدو ۱۰ دقیقې وروسته له راکټ څخه جلا شوه او ټاکلي مدار ته ورسیده.

د فضايي بېړۍ د ستورمزلو حالت ښه ښودل شوی او د توغولو دنده یې په بریالیتوب ترسره شوې ده.

د شن جو ۱۹مې فضايي بېړۍ کې درې ځوان ستورمزلي (څای شو جه، سونګ لینګ دونګ او وانګ هاو ځه) سپاره دي او دوه پکې له ۱۹۹۰م کال وروسته زېږېدلي دي.