د روسيې بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۲۹مې نېټې پر خپلې وېبپاڼې يوه اعلاميه خپره کړې او د استراليا او نيوزیلینډ د سیاسي کړنو په غبرګون کې، چې د روسيې پر ځينو شخصيتونو او ارګانونو يې بنديزونه لګولي، د دغو دواړو هېوادونو په ځينو شخصيتونو بنديزونه اعلان کړي دي.
د روسيې حکومت د نوموړو دواړو هېوادونو د يادو کړنو په ځواب کې د استراليا د پوځي صنعتي ارګانونو د استازو، خبريالانو او مشهورو شخصيتونو په شمول پر ۱۳۱ کسانو او د نيو زيلينډ د دفاع وزارت او ځواکونو پر ۹ وګړو بندیزونه لګولي او ويلي يې دي، دغه کسان نشي کولی د روسيې خاورې ته داخل شي.
اعلاميه وايي، ياد کسان د روسيې ضد تګلارې کې ګډون لري.