په اوکراين کې د جنګ او تيارشی حالت ۹۰ ورځې نور هم وغځېده
CMG2024/10/30 14:39:32
شريکول:

د اوکراين دولتي اژانس د اکتوبر په ۲۹مې نېټې خبر ورکړی، د دغه هېواد پارلمان په همدې ورځ د ولسمشر ولاديمير زيلینسکي د حکم هغه لايحه تصويبه کړه، چې له مخې به یې د جنګ او تيارشی حالت ۹۰ ورځې نور هم وغځيږي.

دا د روسيې او اوکراين ترمنځ د کړکېچ له پيل راهيسې د اوکراين د پارلمان ۱۳م ځل دی، چې ورته لايحه یې تصويب کړې ده.

ټاکل شوې وه، په اوکراين کې د جنګ او تيارشی حالت د نومبر په ۹ مې نېټې پای ته ورسيږي، خو د يادې لايحې له تصويبېدو وروسته دغه حالت د راتلونکي ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ تر ۷ مې نېټې غځېدلی دی.