په لبنان کې د ملګرو ملتونو د لنډ مهالو ځواکونو وياند پر ځايي وخت د اکتوبر په ۳۰مې نېټې ويلي، ځواکونو يې د اکتوبر له لومړۍ نېټې راهيسې څه باندې ۳۰ داسې پېښې ريکارډ کړي، چې د ملګرو ملتونو مالونه او کورونه يې زيانمن کړي او يا يې د پرسونل غړي ورټپيان کړي دي. په دې جملې کې کابو ۲۰ پېښې د اسرائيلي ځواکونو له لوري رامنځته شوي، چې ۷ يې په غمدي توګه ترسره کړي دي.
نوموړي وياند ويلي، چې په لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډ مهالي ځواکونه به د دغه هېواد په جنوب کې پاتې شي، ځايي حالت به وڅاري او امنيت شورا ته به یې په اړه راپور ورکړي.