بېجينګ: له چيني برقي موټرو سره د مالي مرستې پر ضد د اروپايي ټولنې د پلټنې اخري پايله د سوداګرۍ د پروټېکشنيزم ښکارندويي کوي
CMG2024/10/31 10:13:51
شريکول:

د چين خارجه وزارت وياند لين جيان د اکتوبر په ۳۰مې نېټې په يوې نوبتي خبري ناستې کې له چيني برقي موټرو سره د سبسايډۍ يا مالي مرستې پر ضد د اروپايي ټولنې د پلټنې د اخري پايلې په اړه ويلي، چې اروپايي ټولنې د اړوندو تصديو له غوښتنو پرته په خپل سر له چيني برقي موټرو سره د مالي مرستې پر ضد پلټنه کړې او اوس په همدې پلمه غواړي، لوړې ګمرکي تعرفې پرې ولګوي.

لين جيان د اروپايي ټولنې دغه سرزوري کټ مټ د سوداګرۍ پروټېکشنيزم کړنه بللې او ويلي یې دي، چې دغه کړنه به یې د چين او اروپايي ټولنې د صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو په اړه همکاريو، د مصرف کوونکو ګټو او د زرغون اقتصاد د پرمختګ او له اقليمي بدلون سره د مقابلې په پار د اروپايي ټولنې هڅو ته زيانونه ورسوي.

وياند لين جيان ډيالوګ او همکاري د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د اړيکو اصلي رنګ او ګډې ګټې د دواړو خواوو د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو بنسټ بللی او څرګنده کړې يې ده، چې د متقابل درناوي پر بنا په ډيالوګ او سلامشورو د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزو نښتو مناسب حل د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمون لري او هم د تصديو او خلکو ګډه هيله ده.

نوموړي هيله ښودلې، چې اروپايي لوری د رغنده رويې په غوره کولو سره له چيني لوري سره خپلمنځي سلامشورو ته دوام ورکړي، خپل صميميت وښيي او د حل لارې د پيدا کولو او د سوداګريزې نښتې او بيا ترينګلتيا د مخنيوي هڅې وکړي.