د امريکا اقتصاد ښايي د روان کال په درېيمې ربعې کې ۲.۸ سلنه زياتوالی موندلی وي
CMG2024/10/31 10:35:08
شريکول:

د امريکا سوداګرۍ وزارت د اکتوبر په ۳۰مې نېټې په لومړي ځل اټکلي شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د دغه هېواد د کورني توليد عمومي ارزښت ښايي د روان کال په درېيمې ربعې کې ۲.۸ سلنه زياتوالی موندلی وي.

د امريکا سوداګرۍ وزارت د دود او په هره ربعه کې د مخ په بشپړېدونکو معلوماتو له مخې درې ځلې د هېواد اقتصادي شمېرې حسابوي او د روان کال د درېيمې ربعې د اقتصاد اخري شمېرې به د نومبر په ۲۷مې نېټې خپرې کړي.