روغتيا نړيوال سازمان: نری رنځ په ۲۰۲۳ کال کې تر ټولو سخته ساري ناروغي وه
CMG2024/10/31 10:19:50
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۲۹مې نېټې په يوه راپور کې ويلي، په تېر ۲۰۲۳م کال کې د نري رنځ یا تبرکولوز له امله ۱.۲۵ ميليونه تنه مړه شوي، چې دا شمېر د کرونا وبا له امله د مړو شويو کسانو د شمېر په پرتله زياتوالی ښيي او دا ناروغي يې په همدې کال کې د نړۍ تر ټولو سخته ساري ناروغي بللې ده.

د معلوماتو له مخې، د نري رنځ له نويو پېښو ښکاري، چې دا ناروغي د خوارځواکۍ، اېډز، سيګريټ وهلو او شکر سره تړاو لري.